ایکنانیوز د پوځ د عامه اړیکو په حواله راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عموی قوماندان امیر سرلشکر جنرال حاتمي، له ذوالفقار مرکزي غونډه په د بېلابېلو سیمو کې د پوځ له لوړپوړو قوماندانانو سره په ویډیوئي اړیکې کې، د قوماندانانو او د پوځ ټولو مبارزانو ته ؛خداي دې قوت درکړي ؛په وئيلو سره او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د مبارزې لپاره د ترسره شوو هڅو د ستاینې ترڅنګ،د دې جګړې د شهیدانو یاد تازه کړ او د ټپیانو لپاره ئې د روغتیا دعا وکړه.هغه وویل: په دې مودې کې ستاسو بریالي ماموریتونه لامل شوي چې دښمن د خپلو کړنو په اړه د بریالیتوب احساس ونه کړي، تر دې چې اوس مجبوره شوی خپل اصلي مسؤل دغو جنایتونو ته راکش کړي او په مستقیمه توګه ئې د ایران اسلامي جمهوریت سره په شخړې کې ښکېل کړي.
هغه زیاته کړه: مونږ د اسلامي انقلاب په تاریخ او حتی له انقلاب مخکې، څو ځله د امریکایانو له خوا د جنایتونو شاهدان یو او دا نوې خبره نه ده. په ۱۳۵۷ کال او د سپیڅلې دفاع په دوران کې، په ځانګړي توګه د هغه وخت په وروستیو کې، مونږ په بیا بیا د امریکایانو له خوا جنایتونه لیدلي. هغوی هر کله چې جنایتونه کړي، کلک ځواب ئې ترلاسه کړی او دا ځل به هم همداسې وي.
د ایران د اسلامی جمهورت د پوځ عمومي قوماندان د «پوځ په ملت قربان » شعار ته د پوځ د تلپاتې ژمنتیا په یادولو سره وویل: د جمعې په ورځ د خلکو لوی کار او د هغوی شتون زمونږ مسؤلیت دوه برابره کړ. مونږ د دې ستر او بصیرت لرونکي ملت څخه مننه او قدردانه کوو او په خالصانه او صادقانه توګه د ایران د ټول ملت په وړاندې وایم چې مونږ اوس له تېر وخته زیات خپل شعار ته ژمن یو او د هېواد د خپلواکۍ او بشپړتیا او د ایران د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام، چې د هېواد د خپلواکۍ او بشپړتیا تر ټولو لوی ملاتړی دی، په ټول توان سره دفاع کوو.
امیر سرلشکر حاتمي په دې ټینګار سره چې موهږ به د بریا لپاره جنګ وکړو، وویل: مونږ شهادت یو لوی فیض ګڼو، خو اوس د بریا لپاره جنګ کوو. له قوماندانانو او ټولو قدرمنو رزمندګانو غواړم چې د خلاقیت، نوښت، ځواک او عقلانیت سره د حضرت خاتمالانبیاء (ص) مرکزي قرارګاه او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ذوالفقار عملیاتي قرارګاه له خوا ابلاغ شوي پلانونه پلي کړي او ډاډه اوسئ چې دا به د ایران د ملت او د لوي قوماندان لپاره د ویاړ لامل وي او انشاءالله د الهي نصرت په ترلاسه کولو سره به بریا ترلاسه شي او دا د خدای متعال قطعی وعده ده.
په دغې ناستې کې، د پوځ د عملیاتو مرستیال، امیر دریادار سیدمحمود موسوي، د پوځ د ترسره شوو او روانو عملیاتو د پرمختګونو په اړه یو راپور امیر سرلشکر حاتمي ته وړاندې کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4290259